په تاشکند کې د افغانستان په اړه له نړیوالې غونډې وروسته تېره ورځ د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان ناسته هم جوړه شوه وه.

که څه هم افغانستان د یاد سازمان ناظر دی، خو د دغه هېواد په استازیتوب یادې غونډې ته څوک نه دي وربلل شوي. د شانګهای د همکاریو سازمان ناستې په لومړۍ ورځ د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په یاده ناسته کې ویلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، له بل هر وخت دغه هېواد کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا، افغانستان د ترهګرو ډلو حضور به د نشه‌يي توکو د زیاتوالي لامل شي او د مرکزي اسیا هېوادونو کورنی امنیت ته به وګواښي.

نوموړي د شانګهای د همکاریو سازمان څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې اړین او بېړني اقدامات وکړي.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یادې ناستې په څنډه کې رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ستونزو هواري برخه کې همکاري وکړي.

لاوروف زیاته کړې چې ازبکستان او روسیه به د مسکو فرمټ او چین به په منظمه توګه د افغانستان د ګاونډیو ناستې جوړې کړي.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر د شانګهای ناسته کې ویلي چې هند به له افغانستان سره خپلو بشري‌دوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان اقتصادي راتلونکې لپاره د چابهار بندر پر پیاوړتیا هم ټينګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام