د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب سلاموطندارته ویلي، تمه ده سبا د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه جوړه شي.
د تهذیب په وینا، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمرهم په دې ناسته کې د ګډون په موخه دوشنبې ته تللی دی. د نوموړي په خبره چې دا د دغه سازمان څلورمه غونډه ده او د اتو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په کې ګډون وکړي چې په ترڅ کې به یې د افغانستان وضعیت په تړاوو هم خبرې وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د دغه سفر اصلي موخه د شانګهاې سازمان غړیو هېوادونو له لوري افغانستان سره همکاري او په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کولو لپاره هڅې دي چې له دې سره به د افغانستان په اقتصاد او د امنیت په برخه کې اغیزمنتیا رامنځ ته شي.»
په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي هم په دې باور دي. که افغانستان وکولای شي، د شانګهای سازمان غړیتوب ترلاسه کړي، دا به یې په ګټه وي.
د سیاسی او اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وایي، د شانګهای سازمان سره د افغانستان یو ځای کېدل به افغانستان له سیمهییز اقتصاد سره ونښلوي او د امنیت سربېره، دغه هېواد د سیاسي موضوعاتو په تړاوو د انسجام پر لوري بېولای شي چې افغانستان ورته هیله لري.
- د اسلامي همکاریو سازمان: طالبان دې ژرترژره اوربند ومني
- نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سولې غونډه لري
- پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه
هغه وویل: «د ښې همغږۍ او د ښه چاپیریال رامنځ ته کول چې په سیاسی، اقتصادي او نورو اړخونو کې د افغانستان لپاره ښه واقع شي، نو که افغانستان په کې ښه ونډه ولري او غړیتوب یې تر لاسه کړای شي، دا د افغانستان په ګټه دی او دا په دی پوری تړاو لري چې څومره کولای شو، له دې غړیتوبه د افغانستان او ولس په ګټه کار واخلو.»
د یادونې ده چې د شانګهاې غړیو هېوادونو په سازمان کې روسیه، چین، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان او هندوستان هېوادونه غړیتوب لري او د افغانستان، ایران او ځینو نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د څارونکو په توګه په کې ګډون کوي.