د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې دغه تيلیفوني خبرې پرون ورځ شوي دي.

د تاجکستان د ولسمشر د دفتر د اعلان له مخې، په دغه ټيلیفوني خبرو کې د یاد هېواد او د پاکستان لومړي وزیر د سیمې سربېره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي. امام‌علي رحمان ویلي چې تاجکستان د افغانستان وضعیت له نږدې څاري، ځکه د نوموړي په وینا، هره هغه پېښه چې په دغه هېواد کې رامنځ ته کېږي، په مستقیمه توګه د سیمې پر امنیت په پراخه توګه اغېز لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تاجکستان ولسمشر ټينګار کړی چې د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ د خبرو لار هوارول، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راګرځولو مهم  لامل دی. رحمان په دغه بهیر کې له ټولو اړخونو سره د همکارۍ لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی.

په همدې حال کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم ویلي چې عمران خان او امام‌علي رحمان په افغانستان د ملي پخلاینې پر اهمیت ټينګار کړی دی. عمران ویلي، په افغانستان کې د خلکو بشري اړتیاوې دې ژر تر ژره هوارې شي او نړیواله ټولنه دې له دغو خلکو سره مرسته وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د بېړني اقتصادي ګډون پر اهمیت هم ټينګار کړی دی. نوموړي او امام‌علي رحمان هوکړه کړې چې په دې برخه کې به د دواړو لوریو ټيلیفوني اړیکې دوام ولري.



عمران خان چې د وږي میاشتې په ۲۶مه د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی و، له امام‌علي رحمان سره یې د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړې وې.

عمران خان ټينګار کړی و چې د افغانستان د تاجکانو او طالبانو ترمنځ به روغه کوي. هغه له دغه سفر وروسته، وویل چې حکومت کې تاجکانو، هزارګانو او ازبکانو ته د ونډې ورکولو لپاره یې له طالبانو سره خبرې پیل کړي دي.

بل‌خوا د طالبانو او تاجکستان ترمنځ ناندریو روسیه اندېښمنه کړې. روسیې له تاجکستان او طالبانو غوښتي چې را ولاړ شوي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي چې دواړو لوریو ته د منلو وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د معلوماتو پربنسټ، یوازې د تخار ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو لسګونه زره ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوې دي.

د یادو څرګندونو په ځواب کې طالبانو بیا تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی او پر دوام یې خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام