روسیې له تاجکستان او طالبانو غوښتنه کړې چې دواړه لوري دي خپلمنځي لانجه د منلو شویو لارو څخه هواره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو  پر اساس، په لسګونه زره طالب جنګیالي تاجکستان سره پولې ته نږدې په تخار ولایت او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د مدیر مرستیال الکسي زایتسف ویلي چې کابل او دوشنبې باید د افغانستان او تاجکستان په پوله کې راولاړې شوې، لانجې ته دې د منلو وړ حل لارې ومومي.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الکسي زایتسف زیاته کړې چې مسکو د تاجکستان او افغانستان په اړیکو کې د لانجو زیاتېدو او همداراز د دواړو هېوادونو د تندو څرګندونو څارنه کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو مدیر د مرستیال په وینا، راپورونه کاږي چې دواړو لوریو خپل وسله‌وال ځواکونه پولې ته نږدې ځای پرځای کړي او دواړه لوري باید یو بل ته د منلو بدیلونو په لټه کې شي.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په وار وار افغانستان کې د یوه ټول‌ګډ‌ونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. نوموړي همداراز پر پنجشېر د طالبانو برید هم غندلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو څرګندونو په ځواب کې بیا طالبانو تاجکستان تورن کړی چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي او پر دوام یې خبرداری هم ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام