طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي.

د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د طالبانو د خبرپاڼې پر اساس، د امریکا له لوري شوې سرغړونې د دوحې هوکړې خلاف دي چې اصلاح او له دوام څخه یې باید مخنیوی وشي.

په ورته مهال طالبانو له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د نړیوالو قوانینو او حقونو سره سم او د دوحې هوکړې پر بنسټ دې د طالبانو له حکومت سره دوه اړخیزې اړیکې وساتي، څو له هغو بدو پایلو مخنیوی وشي چې دغه سرغړونې یې له ځان سره لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، پر ترهګرو له هغې ډلې پر داعش د برید لپاره به له طالبانو اجازه ونه غواړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، امریکا د افغانستان په بېلابېلو سیمو له هغې ډلې په کابل او ننګرهار کې د بې‌‌پيلوټه الوتکې له لارې هوايي بریدونه کړي دي. دغه هېواد له دې وړاندې اعلان کړی وو چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د ترهګرو بریدونو طراح له منځه وړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې امریکا د اګسټ په ۲۸مه په کابل ښار کې هم یو هوايي برید وکړ چې په دغه برید کې د ۷ماشومانو په ګډون ۱۰ملکیان ووژل شول. د امریکا پوځ په لومړیو کې ویلي وو چې په دغه برید کې یې د داعش ځانمرګی بریدګر موخه ګرځولی، خو وروسته یې ومنله چې  په تېروتنه یې ملکیان په نښه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام