پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د ټولنو پر فعالیت بندیز

د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې لیکل شوي چې په پوهنتونونو کې دې د استادانو او محصلانو ټولنو د فعالیت مخه ونیول شي.
دغه مکتوب چې د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني له لوري لاسلیک شوی، په‌کې لیکل شوي چې د ټولنو د غړیو شکایت پر بنسټ یادې ټولنې نه یوازې بې‌ګټې دي، بلکې د درز اچولو لامل کېږي.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

ناپېژنده وسله‌والو په غور کې درې هزاره‌ګان وژلي

په غور کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسله‌والو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه کې او د لعل‌وسرجنګل-فېروزکوه پر لویې لارې درې کسان چې هزاره وو، وژلي دي.
په دغو کسانو کې یو هم خادم‌حسین و د لعل‌و‌سرجنګل ولسوالي د ګرماب سیمې اوسېدونکی دی او پرون مازدیګر په «پشته ګاومورک» سیمه کې کور ته د تلو پر مهال وژل شوی دی. خادم‌حسین ځوان و او یو کال مخکې یې واده کړی و.

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.