د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې چې پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته یې لېږلی، لیکل شوي په پوهنتونونو کې دې د استادانو او محصلانو ټولنو د فعالیتونو مخه ونیول شي.
دغه مکتوب چې د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني له لوري لاسلیک شوی، پهکې لیکل شوي چې د ټولنو د غړیو شکایت پر بنسټ یادې ټولنې نه یوازې کومه ګټه نه لري، بلکې د درز او اختلاف رامنځته کولو لامل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه مکتوب کې لیکل شوي: «د را رسېدلو شکایتونو له مخې د استادانو او زدهکړیالانو اتحادیو مثبته پایله نه ده ورکړې، بلکې اکاډمیک چاپېریال کې د تفرقې او اختلافونو رامنځته کېدو لامل شوې دي. په همدې دلیل له دې وروسته د اتحادیو فعالیت ځنډول کېږي.»
د پوهنتونونو د زدهکړیالانو اتحادیې د دغو اتحادیو د فعالیت ځنډولو په تړاو د لوړو زدهکړو وزارت پر تازه پرېکړې نیوکه کوي او وايي، اتحادیې د زدهکړیالانو د ظرفیت لوړولو او ورته د مناسب درسي چاپېریال برابرولو لپاره کار کوي. دغه اتحادیې وایي چې د یادو ټولنو له لوري د اختلافونو او تفرقې رامنځته کېدو خبرونه ناسم دي.
د کابل پوهنتون د زدهکړیالانو اتحادیې اجرايوي رییس مصطفی ارین سلاموطندار ته ویلي، سره له دې چې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت مکتوب یې ترلاسه کړی، خو د دغو اتحادیو فعالیت به دوام ولري.
د نوموړي په وینا، یادو اتحادیو په پوهنتونونو کې مهم رول لوبولی او هېڅوک نه شي کولای په یوه مکتوب سره د زدهکړیالانو او استادانو د فعالیت مخه ونیسي.
د دولتي پوهنتونونو د زدهکړیالانو اتحادیې اوږده مخینه لري او دغو ادتحادیو د افغناستان په سیاسي بدلونونو کې هم مهم رول لوبولی دی.