کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

په کندوز کې د رسنیو یو‌شمېر هغه کارکوونکي چې په روانو سختو شرایطو کې یې خپل رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړی، وایي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پرته له معاش څخه په دغو رسنیو کې کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
د هغوی په وینا، په دغه موده کې یې هېڅ راز عاید نه درلودل او هغه سوداګریز اعلانونه او پروژې چې د دوی ستونزې به پرې هوارې دې، اوس پرې بندې شوې دي.

کندوز کې د روشني راډیو ټلویزیون د خبر څانګې مسوول سمیع‌الله قریشي وايي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې په کندوز ولایت کې د ګڼ‌ رسنیو فعالیتونه د مالي ستونزو له امله درول شوي او که چېرته دغه وضعیت دوام وکړي، ښايي پاتې رسنۍ هم خپل فعالیتونه ودروي.



په ورته مهال په کندوز کې د خاور ټلویزیون سرپرست اکمل رحماني بیا وايي چې د دوی په شمول په کندوز کې د ګڼو رسنیو فعالیتونه د درېدو په درشل کې دي او له تېرې یوې میاشت راهیسې یې یوه افغانۍ عاید هم نه دی ترلاسه کړی.

په کندوز کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مسوول فیصل نوري وایي، د طالبانو په راتلو سره رسنیو خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ، که د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د اطلاعات او فرهنګ وزارت دې برخې ته جدي پاملرنه ونه کړي، تر راتلونکو څو ورځو به کندوز کې ټولې رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په کندوز کې ۱۵ تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو د مالي ستونزو او بندیزونو له امله خپل فعالیتونه درولي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له لوري ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام