Asset 1SWN

سلام وطندار

د طالبانو د استخباراتو مرستيال او ۴ ملګري يې ونيول شول

sorc-1-1536x958-1-ox1e189je376k9d4wzagv7v2hcm1edz2p6ptkebfkk

 

د بغلان امنيتي مسوولان وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو داستخباراتو مرستيال او ۴ ملګري يې نيولي دي.

د یاد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جاوېد بشارت ويلي، دا کسان تېره ورځ د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوندو سيمو کې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو داستخباراتو مرستيال چې پر «قاري صلاح‌الدین» مشهور دی له خپلو ملګرو سره قصد درلود چې د کندوز – بغلان په لويه لار کې بريد او له خلکو اخاذي وکړي.

د بغلان پوليسو ويلي، له نيولو شويو کسانو يې ۵ ميله وسلې هم لاس ته ورغلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام