که څه هم یو‌شمېر بهرنیو او په کور دننه رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وړاندوینه کړې وه، خو اوس د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو ګواښ له منځه تللی دی.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه محب الله شریف وایي، په هېواد کې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د افغانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې افغانان په خپلو کې د جوړېدو توان لري او نور پوه شوي چې د پردیو لپاره به جګړه نه‌کوي.

محب‌الله شریف د کورنیو جګړو د نه‌پېښېدو د لاملونو په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «یو دا چې مختلف لوري په هغه ځواک او قوت کې نه‌دي چې داسې لارې ته زمینه برابره کړي، دوهم افغانان له جګړو ستړي شوي او جګړو ته یې نه ویلي، هرڅوک چې جنګ غواړي له هغو جلا کېږی، دا مهم پیل ده چی نور به افغانان د پردیو لپاره ونه‌جنګېږی.»

د چارو یو بل شنونکی نورشاه نوراني هم د کورنیو جګړو د پیلېدو احتمال ردوي او وایي، د داسې یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو لپاره چې د افغانستان ټول قومونه، سیاسي ګوندونه او ټولې ډلې په کې ځانونه وویني، هڅې روانې دي.



نوموړي وویل، که د طالبانو له‌خوا ټولشموله حکومت هم جوړ نه‌شي، نو بیا به دا یو منزوي حکومت وي، خو په وینا یې، تر داسې نښې نښانې لېدل کېږي چې ټولشموله حکومت به جوړ شي او ستونزې به هوارې شي.

هغه زیاته کړه: «دا یوه اونۍ چې مونږ کوم وضعیت ګورو، د خلکو هیلې ورور ورو په را ټوکېدو دي او کوم سیاسي بحثونه چې اورو د اسلامي امارت او نورو سیاسي ډلو ټپلو چی دوی غواړی عامه شموله حکومت رامنځ ته کړي، ځکه چې په دې کې اقلیتونه او سیاسي جوړښتونه ورکې ونډه ولري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالب چارواکو په وار وار ټينګار کړی چې هڅه کوي داسې حکومت جوړ کړي چې ټولشموله وي او په هېواد دننه او بهر کې ټولو ته د منلو وړ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام