افغانستان کې د کورنۍ جګړې پېښېدو په اړه د توماس وېسټ خبرداری

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون چهارشنبه د تلې شپږمه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پرمهال ویلي، اوس مسله دا نه ده چې کورنۍ جګړه به پیل شي، که نه، بلکې مسله دا ده چې جګړه به څه وخت پېښېږي. نوموړي افغانستان کې د کورنۍ جګړې په اړه خبرداری ورکړی دی.

شنونکي: افغانستان کې د کورنۍ جګړې ګواښ له منځه تللی

که څه هم یو‌شمېر بهرنیو او په کور دننه رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وړاندوینه کړې وه، خو اوس د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو ګواښ له منځه تللی دی. دوی وایي، په هېواد کې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د افغانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.

بلېنکن: هېڅ لوری په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن که څه هم کورنۍ جګړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یوه سناریو ګڼي، خو ټینګار کوي چې هېڅ لوری نه غواړي په دغه هېواد کې بیا کورنۍ جګړه پیل شي.
نوموړي دا څرګندونې له سي‌ا‌ِن‌اِن خبري شبکې سره په یوه مرکه کې چې متن یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی، کړې دي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.