افغانان به تښتېدلی ولسمشر ونه بښي

د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه او کابل ته د دوی تر داخلېدو وړاندې، د هېواد پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له هېواده وتښتېد. رسنیو رپوټ ورکړ چې اشرف‌غني له پیسو څخه ډکو موټرو سره له افغانستان څخه تښتېدلی دی.

شنونکي: افغانستان کې د کورنۍ جګړې ګواښ له منځه تللی

که څه هم یو‌شمېر بهرنیو او په کور دننه رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وړاندوینه کړې وه، خو اوس د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو ګواښ له منځه تللی دی. دوی وایي، په هېواد کې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د افغانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.

افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

امریکا: افغانان دې له تایید شویو اسنادو پرته کابل هوايي ډګر ته نه راځي

کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دننه او د دغه هوايي ډګر دروازو ته څېرمه د افغانانو ګڼې ګوڼې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هغه کسان چې د دغه هېواد له لوري یې تایید شوي سندونه نه وي ترلاسه کړي، هوايي ډګر ته له ورتلو دې ډډه وکړي.