طالبانو او په بنجشېر ولایت کې د دغې ډلې پر وړاندې د جوړې شوې مقاومت جبهې د رامنځ ته شوې ستونزې په سوله‌ییز حل لار ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو پلاویو ترمنځ  په دې اړه خبرې روانې دي.

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې طالبانو د افغانستان په ۳۳ولایتونو خپله ولکه ټينګه کړې او پنجشېر یوازینی هغه ولایت دی چې تراوسه د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

د طالبانو پر وړاندې په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشري د جوړې شوې مقاومت جبهې غړي وایي، که څه هم دغو خبرو مثبته پایله نه ده ورکړې، خو یوه سوله‌ییز حل لار ته رسېدل یې په لومړیتوب کې دي.

د یادې جبهې غړی او احمد مسعود ته نږدې څېره عبدالقادر فقیر‌زاده وایي، که چېرته طالبان د نظامي او زور له لارې د دغه ولایت د نیولو هڅه وکړي، له سخت مقاومت سره به مخ شي.

هغه زیاته کړه: «د داړو اړخونو پلاوي په اړیکه کې دي، هڅې دا دي چې اختلافات په سوله‌ییزه توګه هوار شي او هیله‌مند یو چې دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او اوس هم د خبرو دروازې خلاصې دي.»

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې جنګیالي پنجشېر ولایت ته نږدې ځای پرځای شوي او دغه ولایت یې کلابند کړی دی.

هغه همداراز ټينګار کوي چې په سوله‌ییزه توګه د ستونزو د هواري هڅې روانې دي.

نوموړي وویل: «مجاهدین د بدخشان، تخار او اندراب له لارې پنجشېر ولایت ته نږدې ځای پرځای شوي دي. د سالنګ لویه لار پرانیستې ده او دښمن په پنجشېر ولایت کې کلابند دی. اسلامي امارت هڅه کوي، څو ستونزه په سوله‌ییزه توګه حل کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پنجشېر هغه ولایت دی چې تراوسه د طالبانو تر کنترول لاندې نه دی راغلی. وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، احمد مسعود او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه ولایت کې طالبانو پر وړاندې د مقاومت او درېدو اعلان وکړ.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام