د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت د روان کال له پیله وړاندوینه کړې وه چې ښايي ۱.۱ میلیونه ماشومان هېواد کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي، خو یاد وزارت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له هغه کم بولي چې دوی یې وړاندوینه کړې وه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې په هره میاشت کې لږ تر لږه له ۴۵ تر ۵۰۰۰۰ افغان ماشومان هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اندراګاندي روغتون چې کابل کې د ماشومانو د درملنې یوازینی دولتي روغتون دی، هره ورځ ورته پر خوارځواکۍ اخته ګڼشمېر ماشومان وروړل کېږي.
بنفشه چې پر خوارځواکۍ اخته خپل دوه ماشومان یې دغه روغتون ته راوړي، وايي، د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله کافي خواړه نه لري او نهشي کولای چې خپلو ماشومانو ته په سمه توګه شیدې ورکړي.
نوموړې وویل: «موږ دغو ماشومانو ته رسېدنه نهشو کولای. درمل ورته نشو برابرولی، یوه ورځ شیدې وي او بله ورځ نه وي. که د شپې ډوډۍ پیدا کړو، د غرمې نه وي، له همدې امله مې ماشومانو پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.»
په همدې حال کې بيبي هاجر چې له پکتیا څخه یې پر خوارځواکۍ اخته ماشوم د درملنې لپاره د کابل اندراګاندي روغتون ته راوړی، وايي چې څو ورځې وړاندې یې یو ماشوم د خوارځواکۍ له امله ومړ او له همدې امله یې د ښې درملنې په موخه خپل بل ماشوم چې پر خوارځواکۍ اخته دی، یاد روغتون ته راوړی دی.
نوموړې پر خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو اصلي لامل، اقتصادي ستونزې یادوي او له مسوولانو غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.
نوموړې وویل: «غبرګولي وو، یو یې پکتیا کې د امکاناتو د نهشتون له امله ومړ. دلته راغلو د دویم وضعیت هم نازک دی، نن ډاکټرانو وویل چې وزن یې کم شوی دی.
بلخوا د اندراګاندي روغتون وايي چې واي چې د وروستیو میاشتو پرمهال د ناروغانو د ډېرېدو له امله اړ شوي چې د یاد روغتون له ظرفیت دوه برابره ناروغان بستر کړي.
د اندراګاندي روغتون د داخلې څانګې مسوول محمدعارف حسنزی له مسوولانو غواړي چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملې برخې ته جدي پام وکړي.
نوموړي وویل: «څه باندې ۸۰سلنه درمل په روغتون کې دننه برابرېږي او یوه اندازه له روغتون څخه بهر راوړل کېږي. په ټوله کې ویلی شو چې وضعیت ډېر عاړي هم نه دی، خو ښه دی.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ماشومانو لپاره د ملګرو متلونو ملاتړې ادارې یا یونېسف ویلي چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې پر خوارځواکۍ اخته ۵۰۰۰۰ ماشومان افغانستان کې بستر شوي دي.