د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۸ ماشومان مړه شوي دي.

د غور د ولایتي روغتون د خوارځواکۍ برخې ډاکټران وايي چې دغه روغتون هره ورځ له مرکز او ولسوالیو څخه پر خوارځواکۍ اخته نږدې ۳۰۰ ماشومان وروړل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر هغه کسان چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان یې دغه روغتون وروړي، سلام‌وطندار ته وايي چې درې اوونۍ وړاندې یې خپل ماشومان دغه روغتون کې بستر کړي دي.

دوی د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ لامل اقتصادي ستونزې، بې‌وزلي بولي او له روغتیايي مسوولانو غواړي چې د ماشومانو د ژوند وضعیت ته یې پام وکړي.

د غور ولایتي روغتون کې د ماشومانو د خوارځواکۍ برخې مسووله عیدي‌ماه سلطاني وايي، د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله، دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي. نوموړې زیاته کړه چې د ورځې له ۲ تر ۳۰۰ ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وي، دغه روغتون ته مراجعه کوي.

د غور ولایتي روغتون د کې د ماشومانو د برخې ډاګټر فضل‌الحق فرجاد هم وايي، تېرو پنځو میاشتو کې دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو درملنه شوې چې له دې ډلې څخه ۸ ماشومانو یې له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېرېږي چې دوی یې د درملنې لپاره اړین روغتیايي خدمات نشي وړاندې کولای. هغه زیاته کړه چې لویه ستونزه یې روغتون کې د بستر او ځای نشتون ده چې باید دې برخه کې ورسره محلي مسوولان همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور روغتیايي مسوولان همدارنګه وايي چې هغوی ولایتي روغتون کې شته ستونزې د اسلامي امارت چارواکو سره شریکې کړي او هڅې روانې دي چې حل یې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام