مرجان میرزايي پروان ولایت کې د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړې چې له تېر یوه کال راپدېخوا له ښوونځي څخه راګرځول شوې، وايي، ډېره ناهیلې شوې او ښوونځي ته بېرته ورګرځېدل یې په یوه خوب بدل شوی دی.

واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راپدېخوا څه باندې یو کال کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تړل شوي او تراوسه یې د بیا پرانستلو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پروان کې د نجونو ښوونځو تړلي‌ پاتې‌کېدل لامل شوي چې مرجان د ښوونځي پر ځای مدرسې ته مخه کړي، چېرته چې د ښځو د دیني زده‌کړو لپاره ځانګړې شوې ده.

که څه هم مرجان په کوچني‌والي کې د خپلې سیمې په جومات کې دیني زده‌کړې کړي او په وینا یې، مدرسې ته تلل ورته ویاړ دی، خو وايي چې مدرسه یې خپلو هیلو ته نه‌شي رسولای.

مرجان میرزايي وايي: «کله چې ښوونځي تړل شوي، له هغه وخته ناهیلې شوې یو. مدرسې ته راغلي یو او فیس هم ورکو، خو ښوونځی مو وړیا و، اړ یو چې دلته راشو او زده‌کړې وکړو. غوښتل مې ډاکټره شم، نه یوازې زه، بلکې د چاریکار ټولو نجونو ته چې کله د ښوونځي نوم واخلې، په ژړا شي.»

احمد چې پروان کې د درېوو نجونو پلار دی، وايي چې د خپلو لوڼو د روحي فشار د له‌منځه وړلو لپاره یې، دوی مدرسې ته لېږي، څو دیني زده‌کړې وکړي.  د احمد په وینا، د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدو یې لوڼې ناهیلې کړي او د دیني زده‌کړو او بوختیا لپاره یې دوی مدرسې کې شاملې کړې دي.

په ورته مهال د پروان د دیني مدرسو مسوولان وايي چې په وروستیو کې د دغه ولایت په دیني مدرسو کې د زده‌کوونکو شمېر لوړ شوی دی. د چاریکارو ښار د یوې دیني مدرسې مسووله مروه  چې دا یې مستعار نوم دی، وايي، مدرسه کې یې د زده‌کوونکو  شمېر پنځه برابره شوی.

د مروه په وینا، یو کال وړاندې یې د دیني مدرسې زده‌کوونکي سل کسان وو، خو اوس یې شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسېږي. بل‌خوا د پروان د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نجونو ښوونځي د بېرته پرانستلو په اړه د پوهنې وزارت امر ته په تمه دي.

د پروان د پوهنې رییس محمدحسن حقاني هیله‌مندي څرګنده کړه چې دغه ولایت کې به د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي بیاپرانستل شي.

حقاني که څه هم په دغه ولایت کې د دیني مدرسو د زده‌کوونکو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې دغه ولایت کې ۶۱ دیني مدرسې فعالیت کوي چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راپدېخوا څه باندې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې دې موده کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د نړیوالو تر سختو فشارونو لاندې هم راغلی، خو لا هم هېواد کې د ښوونځيو د بېرته پرانستلو پرېکړه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام