Asset 1SWN

سېلابونو په پروان او کاپیسا کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

95e1370d-c7e6-4783-b705-9080b0cd8d05-q8mebzvpy0aldgt65mt42oagzir4nfdoem27jkbfk8

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي سیمه کې راغلي سېلاب خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي چې نن سهار وختي درې‌نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په خوشي سیمه کې سېلاب راغلی او نږدې ۱۰ کیلومټره لاره، لسګونه استوګنیز کورونه، لسګونه څاروي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او له ۷۰ ډېر بېلابېل د لېږدولو وسایط یې لاندې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د سېلاب له راتلو وروسته د خلکو د تګ‌راتګ لاره څو ساعته تړلې وه، خو وروسته یې بیا د لنډې مودې لپاره پرانېستله.

د سیمې اوسېدونکي چې سخت مالي زیانونه ورته اوښتي، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې مرستې ورسره وکړي.

په همدې حال کې پرون (د چنګاښ شپږمه، د سه‌شنبې ورځ) د پروان په کوه‌ساپي ولسوالي کې هم سېلابونو خلکو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د کوه‌ساپي ولسوال عبدالمتین پرون سلام‌وطندار ته ویلي و چې ماسپښین شاوخوا درې بجې په دې ولسوالي کې سېلاب راغلی چې له کبله یې ۱۶۵ استوګنیز کورونه څه‌ناڅه ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په خبره، په یاد سېلاب کې ۳۰۵ څاروي مړه شوي، ۶۰۰ جریبه ځمکه، ۵۰۰ مېوه لرونکي او نامېوه‌لرونکي نیالګي او پنځلس منه غنمو ځمکه له منځه وړي دي.

د کوه‌ساپي ولسوال هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له خلکو سره لازمې مرستې وکړي. د یادونې ده چې پرون په پکتیکا ولایت کې هم سېلابونه راغلي چې له کبله یې دوه کسان مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام