Asset 1SWN

پکتیکا کې سېلابونو دوه کسان مړه او درې نور ژوبل کړي

paktika-q8m89eiwl121e2bul58i7u3fpo66lfkvood5r0feko

د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطیع‌الله منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون (د چنګاښ شپږمه، د سه‌شنبې ورځ) ماسپښین مهال د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کې راغلي سېبلاب دوه کسان مړه او درې نور ژوبل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا پېښه هغه مهال شوې چې د یادو کسانو موټر سېلاب ګیر کړی او وړی یې دی. د منصور په وینا، ټول مړه او ژوبل شوي کسان له پنځلسو کلونو کم عمر درلود.

هغه زیاتوي چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون، په خیرکوټ، مټاخان او سروبي ولسوالیو کې سختې ږلۍ او توپان کروندګرو او بزګرو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او د سېلابونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د زېربناوو نه موجودیت لامل شوی چې هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرې ځمکې سېلاب یوسي او خلکو ته درانه مالي زیانونه واړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام