په ختیځ زون کې امنیتي مسوولان وايي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې په سېلابونو کې ایسار پاتي ۴۰۰ کسان د هوايي ځواکونو او چورلکو په مرسته ژغورلي دي.

ختيځ کې د ٢٠١ خالد بن وليد قول‌اردو وياند وحيد‌الله محمدي وايي، بېګاه شپه او نن سهار د يادو ولايتونو په هغه سیمو کې چې د شديدو اورښتونو له امله په‌کې سېلابونه راوتلي وو، هوايي ځواک د ژغورنې عملیات کړي چې پر مهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٠٠ کسان ژغورل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياتوي چې عملیاتو کې يې د خلکو يو‌شمېر څاروي او د کورونو توکي هم خوندي سيمو ته لېږدولي دي. محمدي همداراز وویل چې ختيځ کې د ٢٠١ خالد بن وليد قول‌اردو بشپړ چمتوالی لري، څو د سېلابونو له امله له ګواښ سره مخ کسانو سره پر وخت مرسته وکړي.

د څو ورځو راهیسې پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تازه پېښه کې پرون مازدیګر د لغمان الينګار ولسوالي کې د يوه کور نړېدو له امله يوه مېرمن مړه او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام