Asset 1SWN

د کابل-غور لویه‌لاره کې د واورې د اورښت له امله سلګونه مسافر ایسار پاتي

FlJlQgcX0AEq1E3

د غورـ کابل لویې‌‌لارې یوشمېر موټرچلوونکي او مسوولان وايي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو مواصلاتي لارو په ګډون د غورـ کابل لویه‌لاره هم «بک‌ک» کوتل کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

دغه موټر چلوونکي وايي، دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ زیات مسافر واور کې بند پاتې دي. د غور یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې هر څه ژر دغه لاره پرانیزي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور اوسېدونکو عبدالغفور وویل: «نږدې دولس موټر د کابل-غور پر لویه لاره ایسار پاتې چې ناروغان، ماشومان او ښځې هم په‌کې شاملې دي. که دوی ته مرسته ونه رسېږي، هغه ناروغان چې اوس ایسار پاتې، خپل ژوند به له لاسه ورکړي.»

په ورته مهال د غورـ کابل لویې‌لارې یوشمېر موټرچلوونکي وايي، بکک کوتل کې د ډېرې واورې ورېدو او سختو توپانونو له امله ټول موټرچلوونکي نه دي توانېدلي چې خپل مسافرین ولېږدوي او نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د بامیان یکاولنګ ولسوالي کې مرستې رسېدو او لارې پرانیستلو ته په تمه دي.

د غورـ کابل لویې‌لارې یوه موټرچلوونکي فیروز وویل: «څوک لاره نه پاکوي، نږدې شپږ، اووه ورځې کېږي چې لاره بنده ده. یوازې بکک واوره نه پاکېږي، بیا هم مسافر او موټر چلوونکي ملامت وي. له حکومت غواړو چې دې لارې ته پام وکړي او غم یې وخوري.»

دې سره، د غور د ځمکني ټرانسپورټ امر ضیا‌الحق جندالله وايي، د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو د مواصلاتي لارو په ګډون، د غورـ کابل لویه‌لاره هم د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې ده. هغه وویل، د بامیان  د ټولګټو ریاست په همغږۍ د لارې پرانیستلو او د مسافرینو لېږدولو هڅې روانې دي.

نوموړي وویل: «غور ته د شپږو ولسوالیو راغلې لاره تړل شوې ده. د بکک لاره له کابل-غور او غور-کابل ته تللې چې اوس نږدې څلور ورځې کېږي، بنده ده. ۱۴۰ مسافر هلته موټرو کې بند پاتې دي. ستونزه دا وه چې قرارداد نه‌وو شوی، دویمه دا چې پیسې نه وې چې سرک پاک کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بک‌ک کوتل چې د غورـ کابل پر لویه‌لاره او د بامیان او غور ترمنځ موقعیت لري چې د موټرچلوونکو او مسافرینو د تېرېدو لپاره له ستونزو ډکو لارو څخه ده او د ژمي موسم کې ډېری وخت د تګ راتګ پرمخ د واورو د اورښت له امله تړلی وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام