د غور محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه‌ ښار او پسابند ولسوالي کې د را وتلیو سېلابونو له کبله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس نن (د غبرګولي دویمه، د سه‌شنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې د فېروزکوه ښار د «مدرسې» سیمه کې د راغلیو سېلابونو له کبله درې ښځې او یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شې او یوه بله ښځه هم ورکه ده.

هغه وايي، د فېروزکوه تر څنګ، د غور د پسابند ولسوالي په کاکړي سیمه کې هم سېلاب راوتلی چې له کبله یې یو نارینه او یوه ښځه مړه شوي او لسګونه استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي دي.

د فېروزکوه ښار د مدرسې سیمې یوه اوسېدونکی امان‌الله هم وايي چې په یاده سیمه کې د سېلاب راوتلو له کبله له ۲۰ ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د پسابند ولسوالي د ځینو اوسېدونکو په وینا، د دې ولسوالي په ځینو سیمو کې ننني سېلاب خلکو ته د پام وړ زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام