د لوګر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د لوګر د طبیعي پېښو  پر وړاندې د مبارزې ریيس عبدالله مفکر سلام‌وطندار ته ویلي چې د راوتلو سېلابونو له امله ډېری زیانونه د خوښي ولسوالۍ «درې» سیمه کې خلکو ته اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، چې د راوتلو سېلابونو له امله  په خوښۍ ولسوالي کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۷ نور  ورک دي. مفکر زیاته کړه چې په خوښۍ ولسوالي کې ۶۰۰ کورونه هم د سېلابونو له امله نړېدلي دي.

د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.

بل‌خوا د لوګر د خوښۍ ولسوالي یوه قومي مشر حاجي شاه‌الرحمن صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولسوالي  کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله «بالا ده، میانه ده او پایین ده» سیمو کې سلګونه کورونه هم نړېدلي دي.

هغه وایي، چې د سر زیان له ۱۵ کسانو څخه زیات ده او ډيری ماشومان سېلابونو له ځان سره وړي دي او نادرکه دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د پرون ورځې سېلابونو له امله د مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي ډېری سیمې هم سېلابونو ځپلي او لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو  بې‌ځایه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام