شاوخوا یو کال کېږي چې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او اسلامي امارت د جګړو له امله د هرات ـ غور ترمنځ د لويې لارې ځینې برخې او د کمینج سیمې پُل ویجاړ شوی او پر یاده لاره تګ راتګ هم ستونزمن وو، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغې لارې او پُل د بیارغولو هڅې پیل شوي.

د غور- هرات د لویې لارې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د اسلامي امارت مسوولانو د دغه پُل او د لارې د ویجاړو برخو د ترمیم په موخه له هر مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر څخه له ۱۰۰۰ څخه تر لس زره افغانۍ اخیستي دي.

د غور– هرات د لویې لارې یو تن موټر چلوونکی سیدولي وایي: « له موږ څخه يې زر افغانۍ واخيستې، خو که دوی له موږ څخه دوه یا درې زره افغانۍ هم اخیستې وی، نو موږ به ورکړې وې، ځکه دوی دا لاره بیا رغوي، اوس اسانتیاووې ډېرې شوي. د بایند بند پر لاره واوره او ژمی دی، پرې د تګ امکان نه‌وو. دغه لاره نېږدې او زموږ لپاره اسانه ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غورــ هرات لویې لارې بل موټر چلوونکی سراج‌الدین هم وایي: «له لويو باروړونکو موټرو څخه یې ۱۰ زره افغانۍ ټولې کړې او وې ویل چې موږ د غور- هرات لويه لاره رغوو، دا تر ټولو مهم پُل دى چې تګ راتګ پرې ستونزمن وو. تراوسه ترمیم شوی نه‌دی.»

د غورــ هرات د لویې لارې یو شمېر مسافر او د مسافر وړونکو شرکتونو مسوولان د اسلامي امارت ددې اقدام ستاینه کوي او وایي چې د دې لویې لارې په بیارغولو او د «کمینج» سیمې د پُل په جوړېدو سره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

د غورــ هرات د لویې لارې یو تن مسافر احمد وایي: «مونږ له دې کارونو څخه ډېر خوښ یوو چې اسلامي امارت یې کوي. ځیني ځایونو کې کار شوی خو پُل لا هم ویجاړ دی چې باید ترمیم شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د غور د اطلاعات او فرهنک رییس عبدالحی زعیم وايي چې د اسلامي امارت مسوولانو د موټرچلوونکو په مرسته د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ توانېدلي چي څلورنیم میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د کمینج سیمي ویجاړ شوی پُل او د لوې لارې له منځه تللې سیمي ورغوي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په وینا، د کمینج پُل پر جوړېدو شاوخوا دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګېدلې چې د ټولګټو چارو ریاست له خوا ورکړل شوي دي.

د کمینج پُل د هرات ـ غور پر لویه لار د جام درې کې موقیعت لري چې موټرچلوونکيو پرې له ډېرو ستونزو سره تګ‌راتګ کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام