یو شمېر ناروغ‌لرونکي چې خپل ناروغان یې د غور مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره بیولي او اوونۍ کېږي چې د خپلو ناروغانو روغتیایي حالت ښه کېدو ته په تمه دي، د دغه ولایت روغتون کې د بستر، درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت څخه شکایت کوي.

دوی وايي، د بستر کمښت له امله په یوه‌چپرکټ کې هم‌مهاله د درېوو یا څلورو ناروغانو درملنه کېږي، چې دغه کار روغتیايي خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ماه‌ګل چې ناروغه ده وایي: «  په یو چپرکټ کې مونږ څلور ناروغان بستر یوو، ټول ناروغان غریب خلک دي، نه درمل پیدا کېږي. نن سهار په همدې ځای کې درې ماشومان مړه شول او له همدې روغتون څخه یې یووړل.»

د غور د ولایتي روغتون ډاکټر محمد موسی الفت وايي، د ورځې سلګونه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې اکثریت یې ماشومان دي. د هغه په وینا، روغتون کې د امکاناتو کمښت او د برښنا او اکسیجن نه شتون له امله یو شمېر ناروغان مړه کېږي هم.

د غور ولایتي روغتون رییس عبدالاحمد نوري هم د بستر او بشري ځواک کمښت او د یوه هندي او دوو پاکستاني شرکتونو له خوا د ټيټ کیفیته درملو استول مني، خو وايي چې د مرکزي روغتون ټولې ستونزې یې اړوندو چارواکو سره شریکې کړي او هڅه کوي چې ژر یې حل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور ولایتي روغتون سل بستریز دی، خو د روغتیايي مسوولانو په وینا، اوسمهال دغه روغتون کې له ۲ سوو څخه زیات ناروغان تر درملنې لاندې دي چې د دغه وضعیت دوام د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو بهیر ټکنی کړی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام