د غور ولایتي روغتون چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ مخ په پراخېدو ده او هره ورځ روغتونونو ته پر دې ناروغۍ اخته کسان وروړل کېږي چې ډېری یې ماشومان دي.

  د دوی په خبره، د غور ولایتي روغتون پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په ځانګړې برخه کې دم ګړۍ ۲۵ ماشومان تر درملنې لاندې دي.

 د دغو ناروغو ماشومانو کورنۍ په دغه روغتون کې د ناسمو خدمتونو څخه نیوکه کوي او وایي چې د ناروغ ټول اړین درمل دوی په خپلو پیسو اخلي او ناروغ ته یې چې څنګه په‌کار ده هغسې پاملرنه نه کېږي. د دوی په خبره، دغه ناروغۍ په غور کې پراخه شوې چې ډېری ماشومان پرې اخته شوې او حکومت باید ولایتي روغتون سره د اړینو درملو مرسته وکړي ترڅو دغه روغتون کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو سمه درملنه وشي.

له‌بلخوا، د غور ولایتي روغتون ډاکټران هم مني چې د روغتونونو د سمون پروژې په لغوه کېدو سره د درملو، ډاکټرانو او درملیزو امکاناتو له کمښت سره مخ دی چې دا چاره د دې لامل شوې ترڅو دوی په دې ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په سمه توګه درملنه ونشي کړای.

د غور په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د درملنې برخې مسوول محمد موسی الفت وایي، نږدې یوه میاشت کېږي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغۍ خپره شوې او په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د نوموړي په وینا، د دې ناروغۍ له خپرېدو تر اوسه په دغه ولایت کې ۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دې روغتون ته له لرو سیمو ور وړل شوي وو. د هغه په خبره، د روغتونونو د سمونې پروژه چې غور ولایت یې هم یوه برخه ده د دې لامل شوې چې د دوی روغتیایي خدمتونه له ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې د غور د عامې روغتیا رییس جمعه‌ګل یعقوبي وايي، د هغو سیمو مشخصولو لپاره یې ټیمونه ګمارلي، چې د شري ناروغۍ په کې خپره شوې، ترڅو دغه ټیمونه وکولی شي ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي. د هغه په وینا، دوی د غوری ولایتي روغتون کې د درملو او نورو طبي امکاناتو کمښت ستونزه مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او هڅه کوي، چې دغه ستونزه حل کړي.

نوموړی زیاتوي، دوی یوه سروې پېل کړې ترڅو معلومه کړي چې پر شري ناورغۍ اخته کسان له کومو سیمو څخه دي او وروسته به د همدې سروې پر اساس روغتیایي چمتووالی ونیول شي. د نوموړي په خبره، هغه سیمې چې د شري ناروغۍ خپرېدو ځایونو ته نږدې دي د واکسین تر پوښښ لاندې به یې راولي او د غور ولایتي روغتون د درملو د کمښت ستونزه به هواره کړي.

د غور د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د شري ناروغۍ شدیده تبه، جلدي ستونزو، ټوخي، ریزش، خوله او بې‌اشتیايي لري، چې تر ډېره ماشومانو کې لیدل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام