د شري واکسین کمپاین پیلېدل؛ څه باندې یو میلیون ماشومان واکسین کیږي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي. دغه سازمان وايي، د شري ناروغۍ د واکسین تطبیق کمپاین د روانې مارچ میاشتې له ۱۲ څخه پیل شوی او تر ۱۷ پورې دوام کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د شري ناروغۍ د واکسین دغه کمپاین کې څه باندې ۱.۲ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۵۹ میاشتو وي، د هېواد ۲۴ ولایتونو کې واکسین کیږي.

غور کې د شري ناروغۍ په پراخېدو ده

غور کې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ مخ په پراخېدو ده او هره ورځ روغتونونو ته پر دې ناروغۍ اخته یوشمېر زیات کسان مراجعه کوي.

 د دوی په خبره، د غور ولایتي روغتون پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په ځانګړې برخه کې دم ګړۍ ۲۵ ماشومان تر درملنې لاندې دي.