د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي، افغانستان هرکال د شري فصلي ناروغۍ زیاتوالی تجربه کوي چې په ۲۰۲۱ کال دغه ناروغۍ په یوه فصل کې دوه ځلې خپره شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان پرون دوشنبه په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د شري ناروغۍ پراخه شوې او د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پربنسټ، د ۲۰۲۲ کال له پیله تراوسه ۴۱۰۰۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۲۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان زیاته کړې چې رښتېنې شمېرې ښايي له دې زیاتې وي، ځکه په وینا یې، په هلمند او هرات ولایتونو کې د دوی پروژې ښيي چې پر شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې وروستۍ جګړې د دې لامل شوي، څو خلک له روغتیايي خدمتونو څخه بې‌برخې کړي او له واکسینونو محروم شي. د راپور پربنسټ، په ځینو ولایتونو کې نږدې  ۱۰ سلنه ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوی دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان همداراز زیاته کړې چې د روغتيايي خدمتونو او کارکوونکو د کمښت سربېره، د جګړو له امله بې‌ځایه شويو او د کورونا ویروس خپرېدو وضعیت نور هم کړکېچن کړی او دا چاره لامل شوې، څو ډېری کسان له واکسین کولو پاتې شي.

په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د همغږي کوونکي مرستیال ډاکټر همایون ویلي، «خلک واکسین ته اړتیا لري، خو ستونزه د روغتیايي مراقبتونو د نشتون له امله ده. ډېری خلک نشي کولای، روغتیايي کلینیکونو ته لاړ شي یا خپل اولادونه روغتیايي مرکزونو ته بوځي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ټينګار کړی چې اوس د دوی له‌خوا د هلمند، هرات او کابل ولایتونو کې پر شري د اخته ماشومانو د درملنې بهیر روان دی او په کندوز ولایت کې یې هم د شري اختصاصي څانګه جوړه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام