بشري حقونو څار بنسټ: د ماسک کارولو اجباري کېدل د بیان ازادۍ لپاره د ښځو د حقونو نقض دی

د بشري حقونو څار بنسټ د ټلویزیونونو ښځینه ویندویانو لپاره د ماسک کارولو اجباري کېدو په تړاو د اسلامي امارت د امر په غبرګون کې ویلي چې دا محدویتونه د بیان ازادۍ لپاره د ښځو د حقونو او د شخصي خپلواکۍ او مذهبي باورونو نقض دی.

ا.ا د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپارلې

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ. دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.