د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د درېوو کابل، هرات او کندهار د هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون د لاسلیک مراسمو کې د ریس‌الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سربېره، د اسلامي امارت یو‌شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر په یاده کې ناسته کې وویل چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا تړون نورو نړیوالو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې په خوندي توګه افغانستان ته الوتنې وکړي. له دې وړاندې داسې ویل کېدل چې قطر، ترکیه او عربي متحده امارات به په ګډه د هېواد د هوايي ډګرونو د مدیریت چارې پر غاړه واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو ویلي و چې ټاکل شوې ترکیه له عربي متحده اماراتو او قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته همداراز ویلي و، هېواد یې له قطر سره د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلی او د ترکیې یوه تخنیکي ډله له قطر سره د هغږۍ رامځته کولو لپاره دوحې ته هم سفر کړی دی.

نوموړي ټينګار کړی و چې دغه ډله کابل ته هم تللې وه، خو په وینا یې، په دې اړه له اسلامي امارت سره کومه هوکړه نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخکیني حکومت تر پرځېدو وړاندې متحده عربي اماراتو د افغانسان د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې همکاري کوله، خو واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته او د بهرنیو ځواکونو د وتلو او تخلیې پروګرام پرمهال قطر بیا دې بهیر کې مهمه ونډه لرله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام