د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن ادارې رسنیو ته ویلي چې ترکیې او قطر ته د هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو د ورسپارلو لپاره تېره اوونۍ د اسلامي امارت او د یادو هېوادونو د پلاویو ترمنځ په کابل کې ناسته شوې او په دې اړه یې بحث او خبرې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی استازیو په کابل کې د ترکیې او اسلامي امارت چارواکو سره خبري کړي او هوکړه شوې چې د خبرو بل پړاو به په قطر کې ترسره کېږي.

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس پرون د ځينو ډيپلوماټيکو سرچینو له قوله ویلي چې ترکیه او قطر د کابل هوايي ډګر د امنیت او تخنیکي چارو د مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلي، خو د مالي مسایلو په اړه هوکړه  نه ده شوې او خبرې روانې دي.

یادو سرچینو رویټرز دا هم ویلي چې اسلامي امارت دې هوکړې ته رسېدلی چې د هوايي ډګر بهره به امنیتي چارې دوی سمبالوي او هغه هېواد چې د هوايي ډګر دننه چارې مدیریت کوي، هغه به د هوايي ډګر دننه امنیت هم ساتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخکیني حکومت له پرځېدو سره هم‌مهاله کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل، د کابل هوايي ډګر زیاتې برخې یې ویجاړې کړې چې وروسته بیا د یو‌شمېر بهرنیو او افغان انجینرانو په مرسته د دغه هوايي ډګر زیاته برخه بېرته فعاله شوه، خو لا هم په بشپړه توګه نه دی فعال شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام