Asset 1SWN

افغانستان ته د پاکستاني علماوو سفر؛ شنونکي: د پاکستان د رښتینولۍ په شرط ګټور دی

_105230271_gettyimages-665956964

سره له دې چې د امنیتي مسایلو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي د حضور ادعاوو پر سر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافونه اوس هم پر خپل ځای دي، خو داسې ښکاري چې د دغو اختلافونو د حل لپاره هڅې پیل شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمان په مشري به د دغه هېواد د علماوو یو پلاوی د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ځینو رسنیو بیا په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د اسلامي امارت له‌خوا د کندهار د والي ملا شیرین اغا د سفر خبر هم ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دغه سفر او پاکستان ته د سرپرست حکومت له‌خوا د استازي استولو په اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم په دې اړه له سلام‌وطندار سره جزیات شریک کړل.

خو د نړیوالو چارو شنونکي باور لري چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره ورته لیدنې او خبرې اترې د پاکستان د رښتینولۍ په شرط ګټورې دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «د ډيپلوماټیکو او روحاني پلاویو تګ‌راتګ کولای شي تر یوه بریده ستونزې حل کړي، خو مسله ډېره پېچلې ده او ژر به حل نه‌شي؛ ځکه پاکستان د خپل بهرني سیاست پالیسي کې ستونزې لري.»

سره له دې چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو څو ځله ادعا کړې چې اسلامي امارت او د افغانستان وګړي په دغه هېواد کې روانو ناامنیو کې لاس لري، خو د اسلامي امارت مسوولانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد بیا پرون د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستانیانو تر څنګ، تاجکستاني وګړو د تېرو دوو کلونو پر مهال په افغانستان کې شویو خونړیو بریدونو کې لاس لرلی او دوی توانېدلي چې تر شلو زیات پاکستاني وګړي له منځه یوسي او لسګونه نور ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی محمدباقر محسني وايي، افغانستان د امنیتي اختلافونو د دوام او د ټي‌ټي‌پي په څېر موضوعاتو د نه حل کېدو له کبله نه یوازې له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکو، بلکې په نړیواله کچه بهرني سیاست کې زیانمنېږي. ‎

د یادونې ده چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافونو دوام تراوسه له پاکستان څخه د سلګونه زره افغانانو د په زوره اېستل کېدو لامل شوي او د افغانستان او پاکستان پر سوداګریزو اړیکو یې هم منفي اغېزې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام