Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

32c849ba1ef5b47148db4be9792720ea40eb459f-721x960

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سفارت د تلې په دیارلسمه، د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سفارت د کډوالۍ او کونسلۍ چارو یوه ګډ پلاوي د اسلام‌اباد د پولیسو له عمومي قوماندان اکبر نصیرخان سره کتلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې پولیسو په پاکستان، په ځانګړې توګه اسلام‌اباد کې پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی چې په وینا یې، دا د اندېښنې وړ مسله ده.

د خبرپاڼې له مخې، پاکستاني پولیسو د ماشومانو او ښځو په ګډون د ناقانونه کډوالو تر څنګ، هغه افغان کډوال هم نیسي او ځوروي یې چې قانوني اسناد لري.

خبرپاڼه کاږي، د پاکستان پولیسو ورته ویلي چې د دغه هېواد حکومت پولیسو ته جدي سپارښتنه کړې، څو ناقانونه کډوال ونیسي، خو په خبره یې، هڅه به وکړي چې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال، ښځې او ماشومان ونه نیسي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ اړوندو فعالو سازمانونو سره هلته د افغان کډوالو د سخت وضعیت په اړه خبرې وکړي او د حل لپاره یې بیړنۍ حل‌لاره ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو تل په دغه هېواد کې د نیولو، ځورول کېدو، بندیانېدو او له دغه هېواده د اېستلو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ټولو ناقانونه افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړ، څو له دغه هېواده ووځي، که نه په خبره یې، دوی به یې ونیسي او په زوره به یې له پاکستان څخه وباسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام