اسلاماباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه سفارت د تلې په دیارلسمه، د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د سفارت د کډوالۍ او کونسلۍ چارو یوه ګډ پلاوي د اسلاماباد د پولیسو له عمومي قوماندان اکبر نصیرخان سره کتلي دي.