Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې د بیزوګي چیچک ناروغي خپرېدل؛ په شپږو میاشتو کې ۷۷ پېښې ثبت شوي

آبله-مرغان-22-qdgabtf3gawdbf3i35lyseq3auvsl78uu5thaf2cnc (1)

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۷۷ کسان د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوي دي. د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو یوشمېر اوسېدونکي چې ماشومان یې پر دې ناروغي اخته دي، د بیزوګي چیچک ناروغي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

د پنجشېر د عنابه ولسوالي د «آب‌درې» سیمې اوسېدونکې قدریه چې ماشومان یې د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوي وايي، که څه هم ډاکټرانو یې د بچیانو د سلامتیا ډاډ ورکړی، خو نورو ته د دې ناروغي د لېږد په اړه اندېښمنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «دوه ماشومان مې د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوي او روغتون کې بستر شول، خو اوس ښه شوي. ډېره خطرناکه ناروغي ده. تبه، زکام او د ستوني درد لري، پر ځان یې دانې راخېژي، نور یې د زکام نښې نښانې لرلې.»

په همدې حال کې شاداب چې کوچنی ورور یې د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوی وايي، د دې ناروغي نښې‌ نښانې د شري ناروغي دي او ناروغ لومړی تبه کوي او وروسته یې پر وجود سرې دانې راخېژي. نوموړی وايي: «اوبلن بخار یې درلود او اشتها یې نه وه. ورور ته مې دا ناروغي له ګاونډیانو ورغلې وه؛ ډېره خطرناکه ناروغي ده، کله چې د سړي پر وجود راخېژي، سړی یو ډول پر ژور خپګان اخته او خپه کېږي.»

د پنجشېر اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د بیزوګي چیچک ناروغي د زیاتېدو مخنیوي لپاره لاس په‌کار شي او خلکو ته دې یې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مسوول خواجه‌اغا غفوري سلام‌وطندار ته ویلي چې تر اوسه ۷۷ کسان د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوي او په وینا یې: «له پنځو تر پنځلسو کلونو ماشومان چې ۲۸ یې نجونې او شپږ هلکان دي او پاتې نور له پنځو کلونو کم‌عمره نجونې او هلکان دي. کورنیو ته زموږ دا سپارښتنه ده چې د ځان او کورنیو پاکوالي ته پام وکړي او که څوک پرې اخته کېږي، هغه دې کورنټین یا هم ژرترژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي او په روغتیايي مرکزونو کې لازم درمل شته.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بیزوګي چیچک یوه ساري ناروغي ده چې ډېری ماشومان پرې اخته کېږي. د ډاکټرانو په باور، پر دې ناروغي د ماشومانو اخته کېدل او بیا ترې نورو ته لېږد، د کورنۍ د نورو غړیو پرې اخته کېدل، د وجود دفاعي سېسټم کمزورتیا، ناسالم خواړه او د پاکوالي په پام کې نه نیول پر دې ناروغي د اخته کېدو اصلي لاملونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام