د هېواد په شمالي زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر عبداللطيف سهاک وايي، په بلخ کې د "نهاد" په نوم محلي راډيو له ١٦ کلونو وروسته خپل فعاليتونه ځنډولي دي.
د نهاد راډيو د نشراتو مسوول سيدمحمد يزدان پرست سلام وطندار ته ويلي چې يادې راډيو د اقتصادي ستونزو، بلخ کې د برېښنا لوړ لګښت او د حکومت له لوري د ملاتړ نشتون له امله يې خپلې خپرونې درولي دي.
یزدان پرست زیاتوي چې د دغې راډیو د کار له بندېدو وروسته اوو ښځو او ۱۸ نارینه وو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
نهاد راډيو چې پر ۹۰.۴ څپو يې خپرونې کولې، په ۲۰۰۶ کال کې د يوه وتلي مدني څېرې او د پوهنتون استاد نجیب پیکان له خوا تاسیس او په فعالیت یې پیل وکړ.
دغه راډيو چې د بلخ مرکز مزارشريف ښار او د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې نشرات درلود، خپلو اورېدونکو ته يې بېلابېلې يې خبري، ټولنيزې، فرهنګي او هنري خپرونې وړاندې کولې.
په شمالي زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر وايي چې د دې راډيو د فعاليتونو دوام په اړه يې د رسنيو اړوند ملاتړو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې وکړې، خو په وينا يې، بې پايلې وې.
خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې دغه رياست ته تراوسه په رسمي توګه د نهاد راډيو د فعاليتونو ځنډېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.
بل خوا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې راډیو د فعالیتونو ځنډېدو په غبرګون کې ويلي چې د اطلاعاتو د سرچینو بندېدو په اړه ډېر اندېښمن دي.
د نی په خبرپاڼه کې راغلي چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې يوه له لاسته راوړنو څخه رسنیو فعاليتونه دي چې اوس وخت کې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د رسنیو فعالیتونو په درېدو سره نه یوازې د اطلاعاتو او بیان ازادي محدوده شوې، بلکې د خبریالانو او رسنیو یوه لویه برخه هم وزګاره شوې چې د ژوند دوام يې ستونزمن شوی.»
د نی د شمېرو له مخې، په هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته په افغانستان کې نږدې نیمايي رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي او تر ۶۵ سلنه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.