Asset 1SWN

بدخشان کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

badakhshan_9

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت لوېدلی چې پر مهال یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د مایمي ولسوالي اړوند «زنیف» کلي کې رامنځته شوې چې په مړو شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمداکرم اکبري هم ویلي چې پېښه بېګاه شپه ۸ بجې د زنیف کلي رامنځته شوې چې جسدونه یې له خاورو رااېستلي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

محمداکرم اکبري زیاته کړې چې پېښه کې دوه ښځې، دوه ماشومانو او دوه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه عمر خوړونکي کسان ټپیان شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د هېواد په ډېری ولایتونو کې د بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصاد له کبله جوړ شوي ډېری کورونه خټین دي چې د سختو اورښتونو پر وړاندې مقاومت نه‌لري او وخت وخت د ژمي او اورښتونو پر مهال راشړېږي او لوېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله د کورونو چتونه لوېدلي چې له امله یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام