Asset 1SWN

د جوزجان‌-‌بلخ پر لویې لارې ټرافیکي پېښې پنځه کسان ټپیان کړي

رویداد-ترافیکی-در-بزرگ_راه-جوزجان_بلخ-q7pfe6wbjueuh48i7fujte4bm8iv5l0k9pp40c8494

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د جوزجان‌-‌بلخ پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن د غبرګولي نولسمه، د جمعې ورځ، سهار شاخوا اووه‌نیمې بجې په «قره‌بوین علیا» سیمه کې یوې کرولا له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې د دوو هغو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند پر یاده لویه لاره سخت توپان د دې پېښې د کېدو لامل یادوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم ټرافیکي پېښو له جګړې وروسته له افغانانو ډېره قرباني اخیستې، خو په دې وروستیو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې کچه لوړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام