Asset 1SWN

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی

baghlan-1

د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی دی.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر صفي‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار (یک‌شنبه، د غبرګولي څوارلسمه) یوه فیلډر ډوله موټر د دغه ولایت د شمالي سالنګ اړوند «لعلمه» سیمه کې یو ماشوم وهلی چې له امله یې مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې یوازې ماشوم مړ شوی دی. دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې ټرافیکي پېښې داسې مهال زیاتېږي چې مسوولان یې لامل د موټرو چلوونکو بې‌احتیاطي، د لارو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام