په میدان وردګ ولایت کې د یوې ټرافيکي پېښې له کبله یو کس وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د میدان وردګ محلي چارواکي وایي، دغه ټرافیکي پېښه په مرکز میدان‌ښار کې د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او یوه باروړونکي موټر ترمنځ د ټکر له مله  رامنځته شوې ده. پېښه بېګاه شپه شاوخوا ۱۱ بجې میدان‌ښار کې د ملي اردو لېوا ته نږدې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي، له دغې پېښې ولایتي روغتون ته یو مړی  او ۱۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې ۱۶ کسان له لومړنیو درملنې وروسته رخصت شويو او یوازې یو کس د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوی دی.

د روغتیايي چارواکو په وینا چې په دغه پېښه کې د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر چلوونکی مړ شوی دی. بل‌خوا نن په هلمند ولایت کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د محلي چارواکو په وینا، پېښه په سنګین ولسوالي کې د یوه موټرسایکل او بایسکل ترمنځ شوې چې په‌کې بایسکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښو ګڼ‌شمېر مرګ‌ژوبله اړولې چې خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې‌‌احتیاطي او د لارو خرابوالي په ګوته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام