Asset 1SWN

کابل؛ یوه ټرافېکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي

Paghman-p6bmedzc8nn9wysxmi4agzz8byogzcmn1nwyom0oes

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ولایت د پغمان ولسوالي په ارغندۍ سیمه کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۷ کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه ټرافیکي پېښه د مسافر وړونکو ۴۰۴ ډوله دوو موټرو د ټکر له امله شوې چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د دغې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د میدان وردګ ولایت روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د دې ټرافیکې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام