Asset 1SWN

ترکیه؛ یوې ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي

maxresdefault-1-p0uvi1j8zdasotsj447o1esif42beyg8mbusfduljo

بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په «اغري» ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ترکیې د «اغري» ولایت په «دوغوبایزید» سیمه کې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې چې يوه موټر کې افغان کډوال سپاره وو، د ډېر بېړني تګ له کبله له سړکه انحراف کړی او ۵ افغانان په‌کې وژل شوي دي.

‎ بهرنیو چارو وزارت ويلي، په ترکیه کې یې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د دغه هېواد له حکومت سره خبرې وکړي او دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي.

ياد وزارت همداراز ټينګار کړی چې سفارت ته یې لارښوونه کړې ترڅو د یادو کسانو د جسدونو په لېږدولو او د ټپیانو د درملنې په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو کلونو کې د جګړې له کبله په سلګونو زره افغانانو خپل هېواد پرېښود او د ترکیې په ګډون ډېرو اروپایي هېوادونو ته لاړل چې ډېری وخت هلته یا د ټرافیکي پېښو یا هم د دغه هېوادونو د حکومتونو له لوري په یو نه یو ډول خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام