د اوزبکي او ترکمني ژبو د رسمي کېدو ۱۷مه کاليزه

 

د مرغومې ۱۴مه د اوزبکي او ترکمني ژبو د ملي ورځې په توګه په کابل کې د یو شمېر لوړپوړيو حکومتي چارواکيو په حضور کې ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر وویل، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې  دی چې د بېلابېلو قومونو او ژبو موجوديت په‌کې ځانګړې  ښکلا ورپه برخه کړې.

طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره چمتووالی نیسي

د ولسي جرګې غړو د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو په غبرګون کې نن د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزیر جرګې ته ورغوښتي وو، خو د دفاع وزیر دغې غونډې ته نه و ورغلی. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې نن د ولسي استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپار ولسي جرګې ته ورغلی و وویل، طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره پر بشپړ چمتووالي لګیا دي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوی به سبا قطر ته ولاړ شي

که څه هم ټاکل شوې وه چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې یاد پلاوی په قوي احتمال سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د کورونا دویمه څپه؛ یوه شپه او ورځ کې يې ۱۱ کسان مړه کړي او ۱۰۲ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۵۷۵ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۰۲ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۲۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د پمپیو د څرګندونو پر وړاندې د طالبانو غبرګون

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې پر وسله‌والو پرله‌پسې هوايي بریدونه کړي او په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ عملیات پیل شوي دي.

ترکیه؛ یوې ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي

بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په «اغري» ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ترکیې د «اغري» ولایت په «دوغوبایزید» سیمه کې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې چې يوه موټر کې افغانکډوال سپاره وو، د ډېر بېړني تګ له کبله له سړکه انحراف کړی او ۵ افغانان په‌کې وژل شوي دي.