Asset 1SWN

د کورونا دویمه څپه؛ یوه شپه او ورځ کې يې ۱۱ کسان مړه کړي او ۱۰۲ پرې اخته شوي

5f46698654305-p0ux22owdu04s0ehxc51o9rp7zw09ew7nnusb6rqms

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۵۷۵ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۰۲ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۲۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۱۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۲۳۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي هم دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۲ زره ۵۳۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې ۲۰۵ زره او ۷۹۸ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۵ میلیونه او ۵۰۹ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۸۵۰ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۰میلیونه او ۴۷۶ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام