Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک؛ «د افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی وټاکل شي»

سسس

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د یوه پرېکړه‌‌لیک په تصویبولو سره د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي چې له امنیت شورا سره په مشوره د ا.ا له چارواکو، په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو او د سیمې هېوادونو له مشرانو سره د لیدنو او خبرواترو په موخه یو ځانګړی استازی وټاکي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ځانګړی استازی به مسوولیت ولري چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي د هغه راپور د موندنو او غوښتنو پر بنسټ په افغانستان کې فعالیت وکړي چې څه موده وړاندې د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرېش له لوري وړاندې شوی و.

اوس د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي وايي، د افغانستان د ستونزې حل په موخه په نړیواله کچه دا ډول هڅې له اسلامي امارت سره مخامخ خبرواترو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «تر هغه چې نړیواله ټولنه له ټولو اړخونو، په تېره اسلامي امارت سره مخامخ خبرې اترې ونه کړي، په دغه پرېکړه‌لیک کې ځای پر ځای شوې موخې به لاس ته را نه‌شي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی عبدالجبار اکبري بیا ټینګار کوي چې اسلامي امارت هم باید ځینو نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي. هغه زیاتوي: «تر هغه چې اسلامي امارت ټول نړیوال اصول ونه مني او پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، هېواد به لا منزوي شي؛ ځکه افغانستان د نړیوالې ټولنې غړیتوب لري او له نړیوالو اصولو لرې‌والی هېواد له اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخامخوي.»

 سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تر دې وړاندې د ډسمبر په ۱۹مه د افغانستان لپاره د بريټانیا سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام