Asset 1SWN

ملګري ملتونه: افغانان د اقلیمي بدلون اغېزو له امله بېړني ملاتړ ته اړتیا لري

-1x-1

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبه د چنګاښ ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او افغانانو بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوچا خبرپاڼه کې ویل شوي: «وچکالي چې ژوند ګواښوي او لوږه زیاتوي، نوره هم د پراخېدو په حال کې ده. ټوله نړۍ کې د تودوخې درجه مخ په لوړېدو ده. د چاپریال په زیانمنېدو سره افغانستان کې کرنه او معیشت له خطر سره مخ کېږي. نو افغانان د اقلیم اغېزو سره د مقابلې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.»

خو د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولان اقلیمي ستونزې یوه نړیواله موضوع بولي او وايي، افغانستان د اقلیم بدلونونو کې هېڅ رول نه‌لري، خو بیا هم له دې برخې څخه زیان منونکی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روح‌الله امین سلام‌وطنادر ته وویل: «اقلیمي بدلون یوه نړیواله موضوع ده او بهرني لاملونه لري. د افغانستان په څېر هېوادونه اقلیمي بدلون کې ونډه نه‌لري. خو له اقلیمي بدلون اغېزمن دي. د اقلیمي بدلون پایلې د افغانستان لپاره منفي اغېزې لري.»

د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو بنسټونو سره د چاپېریال ساتنې ادارې د اړیکو او تعامل څرنګوالي په اړه سلام‌وطندار ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون کنوانسیون غړیتوب لري او اصول او مقررات یې باید تطبیق کړي.

هغه وویل: «د سیاسي ملاحظاتو له امله چې نړیوال بنسټونه یې لري، که څه هم افغانستان دې برخه کې هڅې کړي او انلاین او حضوري ناستې یې کړي، خو بیا هم نړیوالو بنسټونو موضوع سیاسي کړې او د مالي او تخنیکي مرستو بهیر یې درولی دی.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه بهرام بیرم وايي، د اقلیم بدلونونه کورني او بهرني عوامل لري. د نوموړي په وینا، د کورني لاملونو په برخه کې باید خلکو ته د اقلیمي بدلون په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شي.

هغه وویل: «دوه عوامل دي چې بهرنی یې په ټوله کې نړۍ ته زیان رسوي چې د ګل‌خانه یې ګازونو استفاده ده او په کور دننه باید عامه پوهاوی لوړ شي.»

بل‌خوا د چاپېریال ساتنې برخې یوه بل کارپوه عبدالباسط رحماني د اقلیمي بدلونونو د ناوړه پایلو د مخنیوي او مدیریت لاروچارو په اړه وویل: «دا برخه ډېرې پانګې ته اړتیا لري او باید د نوې ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي او په نړیواله کچه قوي ارتباط رامنځته شي. دې برخه کې باید فعال او متخصصه ډله وګومارل شي او د اقلیمي او چاپېریال ساتنې مدیریت برخه کې کارپیل کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېر کال د اقلیم بدلونونو ۲۷مه نړیواله غونډه کې افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد وباله چې اقلیمي بدلونونو څخه زیان‌منونکی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام