Asset 1SWN

افغانستان د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ته نه‌دی بلل شوی

000_32MX399

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ۲۷مه سرمشريزه غونډه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د مصر په شرم‌الشیخ کې پیل شوه، څو په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له اړخه پر پېښو ګواښونو بحث وکړي، خو افغانستان د ناڅرګند سیاسي وضعیت له کبله دې غونډې ته نه‌دی بلل شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، که څه هم یادې غونډې ته یې د ملي مشارکت سند، د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان د اړتیاوو، اوښتو زیانونو او ورته د پېښو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د حل‌لارو وړاندې کولو په موخه یې چمتووالی نیولی و، خو له هڅو سره سره دې غونډه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو کلونو کې د هېواد د چاپېریال ساتنې راپور د اقلیمي بدلونونو نړیوال کنوانسیون ته نه‌دی وړاندې شوی.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي، د افغانستان لومړنی راپور یې په ۲۰۱۹ کې یاد کنوانسیون ته سپارلی او ټاکل شوې وه چې دویم هغه یې هم تیار شي، خو اوس ځنډېدلی دی.

بله‌خوا د چارو شنونکي وايي، د اقلیمي بدلونونو کنوانسیون ته د راپور نه وړاندې کېدل به لامل شي، څو نړیوالې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونه کړي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه کاظم همایون وايي، په تېرو کلونو کې د افغانستان د یو میلیارډ او دوه‌سوه میلیونه ډالرو کلنۍ مرستې وړاندیز په اصولو کې منل شوی و، خو په وینا یې، د دغو مرستو وړاندې کول یوې تخنیکي ډلې ته اړتیا لرله.

همایون زیاتوي، تر هغه چې افغانستان خپل راپور دغه کنوانسیون ته وړاندې نه کړي، نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره مرستې نه کوي؛ ځکه په خبره یې، د نړیوالو مرستې مشروطې دي. هغه وايي، که نړیواله ټولنه دې برخه کې افغانستان ته پام ونه کړي، هېواد به د اقلیمي بدلون له اړخه زیانمن شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، اوس افغانستان کې د چاپېریال ساتنې برخه کې ۳۲ پروژې چې ۱۴ هغه یې د زرغون اقلیم صندوق او یوشمېر نورو سازمانونو اړوند دي، درېدلې دي. 

د چاپېریال ساتنې برخې یو بل کارپوه سیدعبدالباسط رحماني وايي، اوس چې افغانستان د یادو پروژو د درېدو له کبله د اقلیمي بدلون له سختو زیانونو سره مخامخ دی، په‌کار ده چې ټول افغانان خپل مسوولیت وپېژني او د چاپېریال ساتنې برخه کې ونډه واخلي.

افغانستان داسې مهال د اقلیمي بدلون په سرمشریزه غونډه کې له ګډون څخه بې‌برخې کېږي چې د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور پر بنسټ، افغانستان د اقلیمي اغېزو له اړخه د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام