سپینې ماڼۍ ویلي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس نوې بڼه (ډلټا) په خپرېدو ده او امریکا به د «جانسون جانسون» په نوم د کورونا واکسین درې میلیونه ډوزه افغانانو ته وسپاري.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې کرين جان پېیر دا مرسته پرون په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې اعلان کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په وینا، یاد واکسین به په راتلونکې اوونۍ کې افغانستان ته ولېږدول شي. نوموړې زیاتوي، امریکا به د کورونا واکسین ترڅنګ، د اکسېجن او نورو روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې هم د افغانستان لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.



د «جانسون جانسون» واکسین په نړۍ کې یو د باور وړ واکسین دی او هر چا ته یې یوازې یو ډوز ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د کورونا ۴۲ میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا لري او تر اوسه یې ۳۲۰ میلیونه ډالره د یاد واکسین پېرلو ته ځانګړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روغتیا وزارت تر اوسه له هند، کواکس پروګرام او چین څخه درې جوپې واکسین ترلاسه کړې دی. هند ۵۰۰ زره ډوزه، کواکس ۴۶۸ زره او چین هم ۷۰۰ زره ډوزه واکسین له افغانستان سره مرسته کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام