Asset 1SWN

اسلامي بانک له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

Unicef-q6g8u6h11dna2i3z6s5gaapzxlni6eph8d4c73t30o

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د افغانستان څانګه وايي چې د اسلامي پراختیايي بانک یوې ډلې د دوو قراردادونو په لاسلیکولو سره له افغانانو سره نږدې دوه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یونیسف د افغانستان څانګې پر ټویټر لیکلي چې په دې مرستې سره به زرګونو افغان ماشومانو ته چې پر خوارځواکي اخته دي، د خوړو ژغورونکي خدمتونه ورسېږي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې په دغو پیسو به له ۱۸ زره او ۷۰۰ د ډېرو ماشومانو درملنه وشي چې پر سختې خوارځواکي اخته دي او تر څنګ به یې په کلیو کې ۳۲ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې یونیسف تېره اوونۍ ویلي و چې پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي او که یې ترلاسه نه کړي، ګڼ‌شمېر افغان ماشومان به د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام