د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار د افغانستان د بانکي نظام د ناوړه وضعیت څخه پرده پورته کړې.

دغې ادارې ويلي چې د افغانستان بانکي نظام فلج او د یاد هېواد د مرکزي بانک فعاليتونه هم درېدلي دي.

سيګار زياته کړې چې د نړيوالو بانکونو نه ملاتړ لامل شوی، څو هېڅ بانک افغانستان کې پر کوچنيو او خصوصي شرکتونو باور ونه کړي.

د سيګار د راپور پر بنسټ، امريکا بايد نه يوازې د افغانستان بانکونو ته د پيسو پر ورکړې بسنه وکړي، بلکې د دغه هېواد له بانکونو هم ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې يوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ټولې برخې په ځانګړې توګه بانکي نظام اغېزمن شوی دی.
دوی د افغانستان د پیسو بندېدل، د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ د مثبت تعامل نشتوالی، پر بانکونو د خلکو بې باوري، له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق او په بانکونو کې د تخصصي او تخنیکي کارکوونکو نه شتون په هېواد کې د بانکي نظام د کړکېچن حالت اصلي لاملونه ګڼي.

د اقتصادي کارپوهانو په اند د افغانستان له بانکونو د نړیوالو بانکونو ملاتړ او د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو ټینګول کولای شي د افغانستان د بانکي نظام ستونزې هوارې کړي.

بل خوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا “UNDP” ویلي چې د افغانستان اقتصادي رغولو ته به لومړیتوب ورکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام استازي عبدالله الدرداري پرون په یوه انلاین غونډه کې ټینګار وکړ چې دغه اداره به په افغانستان کې د ټولنیزو فعالیتونو د ودې او د ښځو د فعالیتونو د ملاتړ له لارې د ياد هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کار وکړي.

نوموړي په دغه غونډه کې له خلیجي هېوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.د

ا په داسې مهال ده چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا ډېری برخې اغېزمنې شوي دي.

سره له دې چې تر اوسه پورې د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو موسسو له خوا د افغانستان بانکونو ته په ميليونونو ډالر ورکړل شوي، خو د ياد هېواد د بانکي نظام د وضعیت په کابو کولو کې یې کومه ګټه نه ده کړې.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام