د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم شړل شوي دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې یاد کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید ملاتړ یې وشي.

د کډوالو نړیوال سازمان ډاډ ورکړی چې په دې ستونزمن حالت کې به له دغو کډوالو سره مرسته وکړي. دغه کډوال په داسې حال کې هېواد ته ستانه شوي او یا هم شړل شوي چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کډوالو نړیوال سازمان په داسې حال کې د افغان کډوالو ایستلو ته اشاره کړې چې په دې وروستیو کې وال‌سټرېټ ژورنال یو راپور خپور کړ چې ښیي ایران د هغو افغانانو ایستل زیات کړی چې د “بې‌وزلۍ او طالبانو” څخه تښتېدلي او دغه هېواد ته یې پناه وړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، ایراني چارواکي په ډېرې اسانۍ سره خلک شړي چې واک ته د اسلامي امارت رسېدو راهیسې د اېستونکو کسانو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. د راپور له مخې، هره ورځ له ۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې کسان د ایراني چارواکو له خوا ایستل کېږي او د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته لېږدول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام